د کابل والي د یاد ولایت د علماوو شورا له رییس او استازو سره لیدلي او خبرې اترې یې کړي.

0
102

د کابل والي د یاد ولایت د علماوو شورا له رییس او استازو سره لیدلي او خبرې اترې یې کړي.

جون 20 سه شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د کابل د دعلماوو شورا له رییس شیخ خلیفه دین محمد او د یادې شورا له یو شمېر استازو سره په ولایت مقام کې وکتل.

 

د کابل علماوو شورا رییس او مل استازو خپل کاري راپورونه، د کابل ولایت بېلابېلو برخو کې موجوده ستونزې او وړاندیزونه له کابل والي سره شریک کړل.

 

کابل والي د دوی کړنې او لاسته راوړنې دستایلو وړ وبللې او د لا بریا غوښتونکی یې شو.

 

کابل والي دغه راز د ښې حکومتولۍ، د هېواد د ټولو قومونو ترمنځ د یوالي او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د علماوو شورا رول مهم وباله او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د تل په څېر په اړوندو برخو کې له ولایتي ادارې سره خپلې.مشورې شریکې کړي.

اړوند موضوعات

کابل والي د اریانا پوهنتون د طب پوهنځي محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا ترسره کړی.

 

 

ښاغلي خالد همدارنګه د دوی وړاندیزونو پوره کولو او د ستونزو حلیدو پوره ډاډ ور کړ.

Leave a reply