کابل والي د اریانا پوهنتون د طب پوهنځي محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا ترسره کړی.
کابل والي د اریانا پوهنتون د طب پوهنځي محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا ترسره کړی.
جون 18 یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایا والي شیخ محمد قاسم خالد د اریانا خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
کابل والي د یاد پوهنتون د طب پوهنځي محصلینو ته د فراغت مبارکي ورکړه او دوی یې ته د لا ډیرو زده کړو حاصلولو غښتونکی شو.
شیخ محمد قاسم خالد فارغ شویو محصلینو ته په خطاب کې وویل؛ تاسې د هېواد معنوي سرمایه یاست اوس چې افغانستان کې یو اسلامي نظام حاکم شوی، سراسري سوله راغلې زموږ هېواد او مظلوم ملت هم دا مهال مومن ډاکتر او همدارنګه مومن انجنیر ته ډیره اړتیا لری او تاسو باید اوس دوی ته د خدمت مصدر وګرځي.
کابل والي همدا راز زیاته کړه؛ ټول عصری علوم له قرانکریم څخه اخیستل شوي او په هر اندازه چې دیني علومو ته اړتیا ده، همدا راز عصري علومو ته هم اړتیا شته ده.
کابل والي د یاد پوهنتون له رهبري څخه غوښتنه وکړه؛ چې د محصلینو په درسونو کې ډیر زیار او کوښښ وکړي، ترڅو محصلین په ښه درجه فارغ او د هېواد لپاره د خدمت جوګه وګرځي.
اړوند موضوعات
کابل والي دسبز ولسوالۍ د فابریکو جوړولو په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.
ښاغلي خالد او همدارنګه د یاد پوهنتون له استادانو څخه غوښتنه وکړه، چې د محصلینو د عصري علومو ترڅنګ د دیني علومو برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي کې ترڅو محصلین په هره برخه کې بشپړ معلومات ولري.