پیښو سره د مبارزې وزارت غور او کنړ ولایتونو کې د نیږدې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
پیښو سره د مبارزې وزارت غور او کنړ ولایتونو کې د نیږدې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
11 جولاي سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د کنړ او غور ولایتي ریاستونو د ۱۵۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
خبر زیاتوي چې د AHF په مالي ملاتړ د ABRAR موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په چپه دره او غازی آباد ولسوالیو کې ۱۳۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلو اوړه، ۱۲ لیټره غوړي، ۱۳ کیلو دال او ۲ کیلو مالګه ووېشل شول.
اړوند موضوعات
طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت ۳۳۵ زیانمنو کورنیو سره ننګرهار ولایت کې خوراکي مرسته ترسره کړی.
همدا راز غور ولایت کې د ورلدویژن مؤسسې له لورې د ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو، چې د اشپزخانې سامان، صحي کیت او دوه دوه کمپلې مرسته وشوه.