طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت ۳۳۵ زیانمنو کورنیو سره ننګرهار ولایت کې خوراکي مرسته ترسره کړی.

0
129

طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت ۳۳۵ زیانمنو کورنیو سره ننګرهار ولایت کې خوراکي مرسته ترسره کړی.

18 جون یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د WFP په مالي ملاتړ د RRDPO موسسي د ننگرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په کامه، بټي کوټ، سپین غر، سره رود، دره نور، ګوشته، شیرزاد، اچین، چپرهار، هسکه مینه، کوز کونړ، مهمند دره، غنی خېل، نازیان، پچیراګام، رودات ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار کې ۳۳۵ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو، سیلابونو او زلزلې امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

 

 

په دې مرستو کې له یادې جملې ۳۲۷ کورنیو ته ۱۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۱۰ لیتره غوړی، ۱۲.۵ کیلو ګرامه دال او ۱ کیلو ګرام مالګه د هرې کورنۍ لپاره وویشل شوه

اړوند موضوعات

طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت کنړ او سمنګان ولایتونو کې له نیږدې ۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

 

همداراز ۸ نورو کورنیو ته، ۲۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۲۰ لیتره غوړي، ۲۵ کیلو ګرامه دال او ۲ کیلو ګرامه مالګه هرې کورنۍ ته ووېشل شول.

Leave a reply