طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت کنړ او سمنګان ولایتونو کې له نیږدې ۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت کنړ او سمنګان ولایتونو کې له نیږدې ۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
30 مارچ پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د خوراک نړیوال سازمان WFP په مالي همکارۍ کنړ او سمنګان ولایتونو کې له ۴۲ اړمنو او سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړی.
خبر زیاتوي چې د WFP موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۳۱ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې، چې پکې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو غوړي، ۱ کیلو مالګه او ۱۲ کیلو دال ووېشل شول.
اړوند موضوعات
پیښو سره د مبارزې ورارت خوست او ارزګان ولایتونو کې له نیږدې ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
همدا راز د خوراک نړيوال سازمان د سمنګانو ولايت له طبيعي پېښو د مبارزې له رياست سره په همغږۍ په دغه ولايت کې د وروستۍ زلزلې او سېلابونو له امله پر يوولسو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشله، چې پکې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو غوړي، ۲۵ کیلو دال نخود او ۴۰ کڅوړې بسکیټ وویشل شول.