پیښو سره د مبارزې ورارت خوست او ارزګان ولایتونو کې له نیږدې ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
پیښو سره د مبارزې ورارت خوست او ارزګان ولایتونو کې له نیږدې ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
26 مارچ یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د خوست او ارزګان ولایتي ریاستونو د بهرنیو خیریه مؤسسو په مالي ملاتړ نیږدې ۱۱۰۰ کورنیو سره مرسته کړی.
خبر زیاتوي چې د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د CRODID موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې ۳۲۱ زلزله ځپلو کورنیو ته د کورونو جوړولو او ترمیم لپاره د دویم قسط نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته له ۳۴۹۸۰ نه تر ۶۹۹۶۰ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.
اړوند موضوعات
پیښو سره د مبارزې وزارت ننګرهار ولایت نیږدې ۳۰۰ کورنیو سره د روغتیایي کېټونو مرسته کړی.
همدا راز ارزګان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د HAPA موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په خاص ارزګان او چنارتو ولسوالیو کې ۷۵۰ کورنیو ته له سروې وروسته د موظف پلاوي په شتون کې غیرخوراکي مرستې وویشل شوې. له دغو مرستو هرې کورنۍ ته د ماشومانو یو ژمنۍ کېټ ووېشل شو.