د درملو او روغتیايي محصولاتو معین د تي ین یي د درملو چینايي شرکت له اجرایوي رییس او مل پلاوي سره کتلي.
د درملو او روغتیايي محصولاتو معین د تي ین یي د درملو چینايي شرکت له اجرایوي رییس او مل پلاوي سره کتلي.
10 جولاي دوشنبه 2023
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ادارې ږ د درملو او روغتیايي محصولاتو معین مولوي مطیع الله صاحبزاده نن دوشنبه د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالحجې د میاشتې په ۲۲ نیټه په خپل کاري دفتر کې د چین هیواد د درملو تولیدي شرکت تي ین یې له اجرایوي رییس مستر شي او مل پلاوي سره وکتل.
په دغې کتنه یاد شرکت په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې لیوالتیا اوښوده او زیاته یې کړه چې دولت دې په دې برخه له دوی سره د امنیت او ځمکې په برخه کې همکاری وکړي.
یادې لیدنه کې مطیع الله صاحبزاده یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې د بل هر وخت اوس امنیت راغلی ، هغه زیاته کړه چې د یاد شرکت پانګونې قدردانی کوو او د خوړو او درملو ملي ادارې له اړخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
اړوند موضوعات
د یادې ادارې معین د یاد شرکت له اجرایوي رئیس څخه وغوښتل چې خپله پانګونه زیاته کړي او هغه درمل په افغانستان کې تولید کړي چې د افغانستان د درملو داخلي فابریکې یې د تولید ظرفیت نه لري.