د افغانستان او ایران د خوړو او درملو ادارو په ایران کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو دوه اړخیز تفاهم نامه لاسلیک کړی.

0
171

د افغانستان او ایران د خوړو او درملو ادارو په ایران کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو دوه اړخیز تفاهم نامه لاسلیک کړی.

22 مئي دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې سرپریست رئیس نن ورځ د ایران هیواد د خوړو او درملو له ادارې سره د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاريو هوکړه ( تفاهم نامه ) لاسلیک کړه.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې یاده تفاهم نامه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د د خوړو او درملو ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر د ایران هیواد د خوړو او درملو ادارې ( سازمان ) رییس دوکتور حیدر محمدي سره د خوراکي توکو ، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاس لیک کړ.

 

په دغه هوکړه لیک کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاقو مخنیوی، ایراني سوداګرو ته په افغانستان کې د خوړو او درملو د تولید او تورید په برخه کې د پانګونې زمینه برابرول، د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې یو شمیر فني کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې لنډ مهاله او اوږد مهاله ورکشاپونه ورکول شامل دي.

 

همدا راز یاده تفاهم نامه کې راغلي چې د افغانستان د خوړو او درملو ادارې کارکوونکو ته تر ماسټرۍ، دوکتورا او تخصص تر کچې پورې د تحصیل زمینه برابرول، له ایران څخه افغانستان ته د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې تکنالوژۍ انتقال، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، افغانستان کې د ایراني کمپنیو د ثبت په پروسه کې سهولت، ایراني اقلامو ته بازار موندنه، د خوراکي توکو ، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت او خوندیتوب په موخه د اړینو معلومات شریکول، او د دواړو هیوادنو پر نیکو اړیکو او همغږۍ ټينګار شوی ده.

اړوند موضوعات

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له سفیر سره کتلي.

 

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر دغه هوکړه لیک ګټور بولي او زیاتوي چې ددې هوکړه لیک له مخې به د افغانستان خوراکي توکو ، درملو او روغتیايي محصولاتو صنعت وده وکړي او د خوراکي توکو ، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت، خوندیتوب او قاچاقو د مخنوي په برخه کې به د دواړو هیوادنو ستونزې حل شي.

Leave a reply