د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له سفیر سره کتلي.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له سفیر سره کتلي.
21 مئي یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په جریان کې نن یکشنبه د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې په لومړۍ نیټه په یاد هیواد کې د افغانستان له سفير مولوي فضل احمد حقاني او یو شمیر دیپلوماتانو سره وکتل.
په دغې لیدنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر ایران ته د خپل رسمي سفر جزیات له ښاغلي حقاني سره شریک کړل او د هغو درملو او روغتیايي محصولاتو په اړه چې په یاد هیواد کې تولید او افغانستان ته صادریږي د هغو په خوندي انتقال، کیفیت، خوندیتوب او په یو شمیر نورو مهمو مسایلو بحث او خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې د خوړو او درملو ادارې سرپرست او مل پلاوي ایران هیواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د بیلابیلو چارواکو سره لیدنې ترسره کړي.