د خوړو او درملو ادارې سرپرست ایران هیواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هیواد د روغتیا وزارت له مرستیال سره لیدلي دي.

د خوړو او درملو ادارې سرپرست ایران هیواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هیواد د روغتیا وزارت له مرستیال سره لیدلي دي.
15 مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې سرپرست ایران هیواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هیواد د عامي روغتیا وزارت له مرستیال او د بین المللي اړیکو له رییس سره وکتل.
خبرزیاتوي چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په جریان کې تیره ورځ د یاد هیواد د عامي روغتیا وزارت له معین او د بین المللي اړیکو له رئیس محمد حسین نیکنام او مل ټیم سره وکتل.
په دغې کتنه کې د دواړو هیوادو د اقتصادي اړیکو پر ټينګښت، خوراکي توکو، درملو، او طبي محصولاتو په کیفیت، خوندیتوب، د ذکر شویو توکو د قاچاق د مخنیوي او په دغې برخه کې د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزه همکاریو بحث او خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
د خوړو او درملو ادارې د درملو جان فارما او امیر افغان تولیدي کارخانو څارنه او ارزونه ترسره کړی.
همدا راز ښاغلي نیکنام ژمنه وکړه چې دوی به د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.






