د خوړو او درملو ادارې د درملو جان فارما او امیر افغان تولیدي کارخانو څارنه او ارزونه ترسره کړی.
د خوړو او درملو ادارې د درملو جان فارما او امیر افغان تولیدي کارخانو څارنه او ارزونه ترسره کړی.
6 مئي شنبه 2023
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې د څارنې او پلټنې رییس ډاکټر سید مومن د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۴ نیټه د تولیدي کارخانو د څارنې ټيم په ملتیا د کابل ښار نهمې ناحیه اړوند صنعتي پارک کې د درملو له دوه تولیدي کارخانو جان فارما چې سیرم تولیدوي او امیر افغان، چې مختلف ډول کپسول، تابیلت او شربت تولیدوي څارنه وکړه.
په دغې څارنې کې د یادو تولیدي کارخانو مسؤولینو ته د نظافت، یونیفرم، د درملو معیاري تولید او ساتلو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
همدا راز جان فارما چې د تیرو څو میاشتو راپدیخوا یې خپل تولید درولی وه، د څارنې پرمهال یې ژمنه وکړه چې په خپل ظرفیت کار کوي او په نیږدي راتلونکې کې به د ورځې په اوسط ډول د سل زرو سیرمو تولید دوباره پیل کړي، چې له یوې خوا به داخلي تولیدات پرمختګ وکړي او له بلې خوا به شاوخوا دوه سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
همدار راز د امیر افغان د درملو تولیدي شرکت، شاو۶۴ قلمه مختلف ډول درمل تولیدوي او شاوخوا ۳۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
اړوند موضوعات
د یادو کارخانو له مسؤولینو څخه په دغې څارنه کې د ملاتړ ترڅنګ وغوښتل شول، چې کیفیت ته ژمن پاتې شي او هغو هم په دغې برخه کې ډاډ ورکړ.