د خوړو او درملو ملي ادارې هیئت په کندهار کې له سنوفارما او تاج وطن له تولیدي کارخانو څخه لیدنه ترسره کړی.
د خوړو او درملو ملي ادارې هیئت په کندهار کې له سنوفارما او تاج وطن له تولیدي کارخانو څخه لیدنه ترسره کړی.
28 اپریل جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې د درملو او روغتیايي محصولاتو معین مولوي مطیع الله صاحبزاده او د څارنې او پلټنې رییس کندهار ولایت ته د خپل سفر په جریان کې تیره ورځ د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۵نیټه د یاد ولایت د خوړو او درملو ملي ادارې د څارنې ټیم په ملتیا د درملو له سنوفارما او تاج وطن د جوسو او شیدو تولیدي کارخانو څخه لیدنه کړې ده.
په دغې لیدنه کې د درملو او روغتیايي محصولاتو معین د یادو تولیدي کارخانو څخه د ملاتړ ترڅنګ د کیفیت، خوندیتوب، نظافت، د بازار موندنې او د هیواد اړتیاوو ته په کتو د درملو د تولیداتو په اړه لازمې او اړینې سپارښتنې د یادو تولیدي کارخانو له مسؤولینو سره شریکې کړې دي.
اړوند موضوعات
همدا راز یاد لیدنه کې د دواړو تولیدو کارخانو ستونزې او مشکلات هم واوریدل شول او ورته د حل ډاډ ورکړل شو.