د خوړو او درملو اداره د هیواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت کنترول لابراتورونه جوړوي.

د خوړو او درملو اداره د هیواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت کنترول لابراتورونه جوړوي.
29 مارچ چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې ډیر زر به د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
یادې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په پام کې لري د هېواد په څلورو زونونو (کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار) کې د خوراکي توکو او درملو په نړيوال سټنډرډ سره د کيفيت د کنټرول ستر لابراتوارونه جوړ کړي.
دا لومړی ځل دی، چې په هېواد کې د دومره لویو او معیاري لابراتوارونو د جوړولو پرېکړه کېږي، چې په دغو لابراتوارونه کې به د کیفیت تضمین، فزیکي او کیمیاوي آزموينې، څېړنې او پراختیا، د طبي وسایلو څېړنه او د درملو معاینه شامل وي.
اړوند موضوعات
د يادونې وړ ده، چې دغه لابراتوارونه د بې کيفيته، ناقانونه او ناخوندي درملو او خوراکي توکو د پلور، پېر، توليد او واردولو د مخنيوي په موخه جوړېږي.
حماد






