د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د خوړو او درملو ادارې له رئیس او د یادې ادارې له یو شمیر مسؤلینو سره کتلي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د خوړو او درملو ادارې له رئیس او د یادې ادارې له یو شمیر مسؤلینو سره کتلي.
26 جنوري 2023
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د خوړو او درملو ملي ادارې رئيس عبدالباري عمر او د هغې ادارې یو شمېر مسوولینو سره وکتل.
ډاکتر عبدالباري عمر د یادې ادارې د تشکیلاتو، مالي برخې د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
د خوړو او درملو ملي ادارې رئيس وې ویل، د خوړو او درملو ملي اداره د خوړو او خوراکي توکو د تولیدي او توریدي شرکتونو د څارنې او کنټرول مسوولیت لري او د دې مسوولیت د اجرا لپاره پراخو تشکیلاتو او زیاتو کارمندانو ته اړتیا لري، هغه د اسلامي امارت له مسوولینو څخه وغوښتل چې دېته پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال د خوړو او درملو ملي ادارې فعالیتونه او کړنې وستایلې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دې ادارې فعالیتونه مهم وارزول او وې ویل، د دې ادارې مسوولین دې د سیستم جوړولو او روڼتیا راوړلو کې زیات کوښښ وکړي.
حنفي د یادې ادارې مسوولین وهڅول چې د خپلو واکونو او مسوولیتونو په چوکاټ کې خلکو ته زیاتې اسانتیاوې رامنڅته کړي، ترڅو له دې لارې د خوړو او درملو کیفیت وارزوي او تفکیک شي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزرا اداري مرستیال تیره ورځ د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ یو شمېر مجاهدینو سره کتلي.
نوموړي وویل چې همدا راز د بې کیفیته درملو او خوړو مخنیوی وشي او افغانان له روغتیایي پلوه خوندي وي.





