په پاکستان کې د مونسون د بارانونو له پیلېدو سره د کولرا پېښې مخ په زیاتېدو دي.

0
169

باغي ټي وي رپورټ

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په پاکستان کې سږ کال د کولرا له امله ۴۳ تنه مړه شوي دي.

فدرالي چارواکي وايي تر دې دمه د لابراتوار لخوا تایید شوي کولرا 75 قضیې راپور شوي.

د سندهـ د صحت محکمي ترمخه کراچۍ د کولرا نه تر ټولو زيات متاثره ښار دی چرته چې تر دې دمه د کولرا 55 تصديق شوي کيسونه رپورټ شوي دي چې پکې د کورنګي ضلعې نه علاوه پاتې 6 ضلعو کې د کولرا کيسونه رپورټ شوي دي.

د صحت محکمي چارواکي وائي په کراچۍ کې په تيرو دوه مياشتو کې د کولرا څخه لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي دي، د کراچۍ په اوبو کې د کولرا او ټايفائډ په شمول مختلف جراثيم او وايروسونه موندل شوي دي.

د اسلام اباد د روغتیا ملي اداره وايي، د بارانونو په میاشتو کې کولرا د خپرېدو احتمال شته، نو خلک باید پاکې اوبه وڅښي، لاسونه په صابون ومینځي او پاکوالي ته پام وکړي.

د کارپوهانو په وینا، په کراچۍ کې د فاضله اوبو مخلوط د کولرا د خپریدو اصلي لامل دی.

Leave a reply