وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د کراچۍ په هوايي ډګر کې د عملیاتو په ترڅ کې په جعلي ویزا کاناډا ته تلونکی مسافر نیولی دی.

0
159

باغي ټي وي رپورټ

د ايف آئي اے وياند ترمخه د ايف آئي اے اميګريشن عملې په جعلي وزټ ويزه کاناډا ته تلونکې مسافر ونيوه او د پوښتنو ګروېږنو په مهال د مسافرو په شناخت باندي په ائيرپورټ باندي دغه ايجنټان هم نيولي شوي دي۔

مسافر د پرواز نمبر PK 783 لخوا کاناډا ته روان وو او د مسافر په پاکستاني پاسپورټ د کاناډا جعلي ویزه وه.

د لومړنيو پلټنو له مخې، مسافر د ياد شوي ويزا ايجنټ څخه ويزه ترلاسه کړې او د دې لپاره مسافر 20 لاکه روپۍ انلاين ايجنټ ته انتقال کړي دي.

د مسافرو په پېژندګلوۍ کې اېجنټ فياض حسين او سالک شريف هم نيول شوي دي، دواړه ملزمان د ائيرپورټ پارکنګ لاټ نه نيول شوي دي.

نيول شوي ملزمان د نورو کارروائيو لپاره د انساني قاچاق ضد سرکل کراچۍ ته منتقل کړي شوي دي ولې ډپټي ډائريکټر اميګريشن علي مراد د ټيم د کارکردګۍ ستائنه کړې ده۔

Leave a reply