د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د قزاقستان له سوداګریز استازي سره کتلي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د قزاقستان له سوداګریز استازي سره کتلي.
08 جولاي شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د قزاقستان له سوداګریز استازي یسین تایف آرمان سره وکتل.
یاده لیدنه کې د قزاقستان او افغانستان تر منځ د اوبو او انرژي په برخه کې د ګډې همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په غه کتنه کې، په افغانستان کې د قزاقستان سوداګریز استازي د اوبو او انرژي په پروژو کې د قزاقستاني شرکتونو د پانګونې له لېوالیتا څخه خبر ورکړ او د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه يې د پانګونې لپاره د زمینې په چمتو کولو کې د همکاري غوښتنه وکړه.
اړوند موضوعات
د لوړو زده کړو او اوبو او انرژۍ وزارت تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوې.
په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په هېواد کې د انرژي سکتور پراختیا د افغانستان له بنسټیزو اړتیاوو څخه وبلله او څرګنده یې کړه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت رهبري د پانګونې لپاره د زمینې د چمتوکولو په برخه کې له هېڅ ډول همکاري څخه ډډه نده کړې او د بهرنیو پانګه اچوونکو له لېوالتیا څخه هم هر کلي کوي.