د لوړو زده کړو او اوبو او انرژۍ وزارت تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوې.
د لوړو زده کړو او اوبو او انرژۍ وزارت تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوې.
07 جولائي جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ړ یاد او اوبو او انرژۍ وزارت تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوې.
د یادې هوکړې موخه د لوړو زده کړو او اوبو او انرژۍ وزارتونو تر منځ د علمي څېړنو، په ملي او لویو پروژو کې د استادانو له ظرفیتونو څخه ګټې اخیستنې، په علمي څېړنو کې د دواړو وزارتونو له تخنیکي امکاناتو څخه ګډه استفاده، د تجروبو شریکولو او د محصلینو لپاره د عملي کارونو زمینې مساعدول دي.
په همدې مناسبت په لوړو زده کړو وزارت کې جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم یاده هوکړه د دواړو وزارتونو او هېوادوالو لپاره ګټوره وبلله او زیاته یې کړه چې ټولې امارتي ادارې له یوبل سره ګډ کار او همکارۍ ته ژمنې دي.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت له رئیس صاحبانو او پوهنتونونو له مسؤلینو وغوښتل چې د یادې هوکړې په عملي کولو کې پوره هڅه وکړي.
اړوند موضوعات
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د برتانیې هېواد چارسمبالي سفیر سره کتلي.
همدارنګه د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر مولوي عبداللطیف منصور وویل چې موږ د هېواد د ودانولو او ځان بساینې لپاره مسلکي کادرونو ته اړتیا لرو، چې په دې برخه کې لوړو زده کړو وزارت د علمي کادرونو په درلودلو سره له موږ سره ښه مرسته کولی شي. د غونډې په پای کې د دواړو وزارتونو د سرپرست وزیرانو له لوري هوکړه لیک لاسلک شو.