د لوړو زده کړو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د برتانیې هېواد چارسمبالي سفیر سره کتلي.

0
102

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د برتانیې هېواد چارسمبالي سفیر سره کتلي.

07 جولائي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم افغانستان لپاره د برتانیې هېواد چارسمبالي سفیر رابرت چارټرن دیکسن ( Robert Chatterton Dickson) سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نوموړي ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې وکړه، چې دغه لیدنه له برتانیه سره په اړیکو کې د ا.ا.ا د پرمختګونو د زیاتوالي باعث شي.

 

سرپرست وزیر دغه راز وویل« د ټولې نړۍ د هېوادونو امنیت سره تړلی او د دې هېواد دایمي امنیت په تحصیل او تعلیم راتللی شي؛ نو پکار ده، چې نړیوال د افغانستان تحصیلي او تعلیمي ملاتړ او پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي».

 

نوموړي همدارنګه بهر ته تللیو افغان علمي کادرونو ته په اشارې سره وویل، چې مونږ د هېواد د علمي کادرونو قدردانی کوو او دا یې خپل کور دی او ټول باید د دې هېواد په ابادۍ کې خپله ونډه واخلي.

 

په یاده لیدنه کې د افغانستان لپاره د برتانیې هېواد چارسمبالي سفیر رابرت چارټرن دیکسن د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د وخت ورکولو له امله مننه وکړه او ترڅنګ یې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سره د ترسره کړیو همکاریو یادونه وکړه.

اړوند موضوعات

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کابل کې میشت د جاپان له سفیر او افغانستان لپاره د یاد هیواد ځانګړي استازي سره کتلي.

 

افغانستان لپاره د برتانیې هېواد چارسمبالي سفیر زیاته کړه، چې برتانیه په ډېرو برخو کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزرات سره د همکاریو او مرستو فرصتونه لري او هوډ لري، چې په منظم ډول یې په کار واچوي.

Leave a reply