کورنیو چارو وزارت د کابل ولایت د امنیتي مسؤلینو او ځواکونو هڅې ستایلي دي.

0
152

کورنیو چارو وزارت د کابل ولایت د امنیتي مسؤلینو او ځواکونو هڅې ستایلي دي.

07 جولائي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لوري په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د مسؤلینو له لورې د یوې ناستې په ترڅ کې د کابل امنیتي مسوولینو او ځواکونو هڅې وستایل شوې.

 

ناسته کې د یاد وزارت مقام مشاور عبدالرحیم ثاقب، د وزارت د مقام لوی رئیس زین الله عابر، د کابل امنیه قومندان، د وزارت تامیناتي مرستیال، د امنیه قومندانۍ تامیناتي مسوول، د کابل د حوزو آمرینو او نورو مسوولینو ګډون درلود.

 

په ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د مقام مشاور عبدالرحیم ثاقب د کابل له امنیتي پرسونل مننه وکړه او ویې ویل، چې په کابل کې وروستي اخترونه ستاسو د امنیت په برخه د خدمت له امله پداسې امن فضأ کې ولمانځل شول، چې په تېرو ۴۵ کالونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

 

ناسته کې ثاقب زیاته کړه، چې د امنیت په برخه کې یوازې د امنیتي مسوولینو او سرتېرو رول نه وو، بلکې موږ له ولس څخه هم ډیره مننه کوو چې د امنیت په برخه کې یې موږ سره فعاله همکاري کړې ده.
ناسته کې د کابل امنیه قوماندانۍ تعمیناتي مسوول وویل، دښمن په دې اقرار کوي چې د اسلامي امارت مجاهدینو داسې یو بې مثاله امن راوستی چې د افغانستان په تاریخ کې یې مثال نه لیدل کیږي او د مخدره توکو د مخنیوي په برخه کې زموږ امنیتي پرسونل له پوره اخلاص کار اخلي، ځکه خو یې په بریالیو پایلو ټوله نړۍ اعتراف کوي.

 

بلخوا د کورنیو چارو وزارت تعمیناتي مسوول مولوي عبدالله مختار وویل، چې زموږ امنیتي مسوولینو او سرتېرو د اختر په شپو ورځو کې ولس ته ډاډ ورکړ، چې دوی یې د امنیت لپاره تیارسئ ولاړ دي او دوی دې په ارامه فضا کې د اختر نمانځنه وکړي.

 

مختار زیاته کړه، چې د خپل هېواد ساتنه، د ولس د ارزښتونو ساتنه او د ولس د عقیدې او اهدافو ساتنه زموږ مسوولیت دی.

 

ناسته کې د کورانیو چارو وزارت د دفتر مقام لوی رئیس مولوي زین الله عابر وینا وکړه او ویې ویل چې هغه چاته چې موږ مسوولیت سپارلی وو او باور مو پرې کړی وو، له برکته یې ولس د اختر شپې ورځې او خوښۍ په ښه ډول او د امنیت فضأ کې ونمانځلې.

اړوند موضوعات

کورنیو چارو وزارت وایي د لوی اختر په مناسبت د هوایي ډزو کوونکو سره به جدي برخورد کیږي.

 

په وروستیو کې زین الله عابر د کابل امنیه قوماندانۍ د ټولو مسوولینو هڅې وستایلې او د وزارت رهبرۍ لخوا د کابل امنیه قوماندانۍ ټولو امنیتي مسوولینو ته تقدیر نامې، یوه یوه لونګۍ او نغدې پیسې ورکړل شوې.

Leave a reply