کورنیو چارو وزارت وایي د لوی اختر په مناسبت د هوایي ډزو کوونکو سره به جدي برخورد کیږي.

0
212

کورنیو چارو وزارت وایي د لوی اختر په مناسبت د هوایي ډزو کوونکو سره به جدي برخورد کیږي.

27 جون سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په مرکز او ولایاتو کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو ټولو منسوبینو، د امنیه قومندانیو، ځانکړیو ځواکونو او په مجموع کې ټولو وسله والو مجاهدینو ته په کلکه خبر ورکول کیږي، چې د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت له هر ډول هوایي ډزو څخه په کلکه ځان وساتي.

 

خبر زیاتوي چې د تخلف په صورت کې له متخلفینو سره جدي برخورد کیږي، چې بیا به هیڅوک د شکایت حق نه لري.

 

همدا راز د اختر په شپو ورځو کې چې سرکونه او عامې لارې د خلکو د ګڼه ګونې له وجې زیاتې د استفادې وړ وي، د موټرونو، موټرسایکلونو او هر ډول نقلیه وسايطو له تیز چلولو څخه باید ډډه وکړل شي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت پولیسو د نشه یي توکو بغلان او غور کې د نشه یي توکو ۵ کارخونې کشف او له منځه وړي دي.

 

کورنیو چارو وزارت زیاته کړی چې ټول مجاهدين دې د ښارنو نظم او بايد د امنیت ټینګښت ته جدي توجه وکړي.

Leave a reply