په سویډن کې د قرآن کریم د سپکاوي په ضد نن په ټول پاکستان کې قرآن کریم سرہ د مینې او د قران د تقدس ورځ لمانځل کیږي.

0
207

باغي ټي وي رپورټ

وزيراعظم شهباز شريف د جمعې د لمانځه نه وروسته د قرآن پاک د ورځې په مناسبت د احتجاج کولو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د کراچۍ سوداګر وايي، چې د ښار بازارونه به نن د مازدیګر له ۲ بجو څخه تر ۴ بجو پورې د احتجاج په توګه تړلي وي.

د کراچۍ په ټولو بازارونو کې به سوله ییزې مظاهرې او د قرآن کریم تلاوت کېږي.

په پارلمان کې د لومړي وزیر وینا

په پارليمان کې وينا کې وزيراعظم وويل دقرآن په بې حرمتي کې ککړ کس ته دې مثال جوړ کړل شي، ټول هيوادونه دې په دې پوه شي چې مسلمانان به نور دغه عمل نۀ زغمي.

په سېنېټ کې داپوزيشن ليډر شهزاد وسيم وئيلي دي چې د هولوکاسټ په اړه کوم قانون موجود دى، آيا دمسلمانانو مذهبي جذباتو ته کوم قانون نشته؟

په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر راجه ریاض ویلي چې په دې مسله هیڅ سیاست نشته، ټول ملت یو دی.

په قامي اسمبلۍ كښې د غندنې قرارداد متفقه طور منظور كړے شو

دغه راز په دې ګډه غونډه کې د سويډن د پېښې په اړه يو متفقه غندنه پرېکړه ليک تصويب شو او په پېښه کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې د قانوني چلند غوښتنه وشوه.

د يادونې وړ ده، چې د جون په ۲۸مه د لوى اختر په ورځ د سويډن د پلازمېنې ستاکهولم له جومات بهر د قران کريم د سوځولو او بې حرمتۍ پېښه رامنځته شوې وه.

د سیمه ییزو پولیسو تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې عراقي وګړي له جومات بهر د قران کریم نسخې سوځولې او د مسلمانانو سپېڅلي کتاب یې سپکاوی کړی دی.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان د قران کریم د بې حرمتۍ پر ضد مظاهرې کوي

Leave a reply