د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کابل کې میشت د جاپان له سفیر او افغانستان لپاره د یاد هیواد ځانګړي استازي سره کتلي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کابل کې میشت د جاپان له سفیر او افغانستان لپاره د یاد هیواد ځانګړي استازي سره کتلي.
23 جون جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم د افغانستان لپاره د جاپان هېواد له ځانګړي استازي او کابل کې میشت د یاد هیواد له سفیر سره وکتل.
په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د هېواد د تحصیلي نظام او په دغه برخه کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
دغه راز د هغوی له راتګ څخه یې خوښي وښوده او ویې ویل: «دا ډېره ښه ده چې بهرني ډيپلوماټان افغانستان ته راشي او حالت له نیږدې وګوري، تر څو د ځينو مغرضو رسنیو د پروپاګند پر اساس قضاوت ونکړي.»
همدارنګه نوموړي د افغانستان لپاره د جاپان له ځانګړي استازي وغوښتل چې له افغانستان سره د پوهنتونونو د ودانیو جوړولو، لابراتوارونو د تجهیز او استادانو د روزنې په برخه کې همکاري وکړي.
وروسته د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي «کانوشک ناګواکا» او د یاد هېواد سفیر «تاکاشي اوکاډا» د افغانستان امنیتي حالت وستایه او ویې ویل چې اوسمهال په افغانستان کې د تحصیل او نورو برخو د پرمختګ لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
اړوند موضوعات
د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي په تحصیلي ډګر کې له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه او د ښځو د تحصیل په اړه یې معلومات وغوښتل، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یې په اړه معلومات ورکړل.