د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تاتارستان ته په رسمي سفر کې د پاکستان او روسیې هیوادونو لوړو زده کړو وزیرانو سره کتلي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تاتارستان ته په رسمي سفر کې د پاکستان او روسیې هیوادونو لوړو زده کړو وزیرانو سره کتلي.
10 جون شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر د روسیې فدراسیون د تاتارستان په جمهوریت کې د پوهنې وزیرانو نړیوال فورم په څنده کې د روسیې او پاکستان هېوادنو د لوړو زده کړو وزیرانو سره په جلا جلا ناستو کې وکتل.
په دغه ناستو کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ ندیم او د یادو هېوادونو وزیرانو د علمي او اکاډمیکو برنامو پر پراختیا، تحصیلي بورسونو، مشترکو علمي سمینارونو، افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او کابل پولي تختیک پوهنتون سره د همکاریو، سکالرشپونونو او پر یو لړ نورو برخو خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تاتارستان هیواد کې د پوهنې وزیرانو په فورم غونډه کې ګډون ترسره کړ.
د یادونې وړ ده چې دغه کنفرانس د روان زېږدیز کال د جون میاشتې د ۷ تر ۱۰ مې نېټې پورې دوام درلود، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ٢٠ هېوادونو د ښوونې او روزنې برخې وزیران یې کډونوال وه.





