د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تاتارستان هیواد کې د پوهنې وزیرانو په فورم غونډه کې ګډون ترسره کړ.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تاتارستان هیواد کې د پوهنې وزیرانو په فورم غونډه کې ګډون ترسره کړ.
9 جون جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم او ورسره مل پلاوي چې فدراتیف روسیې ته یې سفر کړی وو، تیره ورځ د تاتارستان جمهوریت کازان ښار کې یې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په فورم غونډه کې ګډون وکړ.
په یاده غونډه کې پر ګډو علمي همکاریو، له یو بل سره د علمي تجروبو پر شریکولو، د یو بل له تخصص څخه ګټې اخیستنې او په مختلفو څانګو کې د سکالرشیپونو پر راکړې ورکړې خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادې غونډې په څنډو کې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان وزیرانو سره ځانګړې ناستې ترسره کړې.





