د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوی د روسیې تاتارستان ته د پوهنې وزیرانو نړیوال فورم غونډه کې د ګډون په موخه رسیدلی.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوی د روسیې تاتارستان ته د پوهنې وزیرانو نړیوال فورم غونډه کې د ګډون په موخه رسیدلی.
8 جون پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي تیره ورځ چهار شنبه د روان کال د ذوالقعده میاشتې ١٨مه، نېټه د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوی د روسیې فدراسیون د تاتارستان په جمهوریت کې د پوهنې وزیرانو نړیوال فورم ته دګډون په موخه یاد هیواد ته سفر وکړ.
ویل کیږي چې یاد فورم د روان زېږدیز کال له ۷مې نیټې څخه نیولې تر ۱۰مې دوام مومي، چې د افغانستان په ګډون ورته د نړۍ د ٢٠ هېوادونو د ښوونې او روزنې وزیران لکه؛ کیوبا، وینزویلا، کنګو، میانمار، زیمبابوی، پاکستان، او قطر حضوري او د 8 اتو هېوادونو لکه؛ ویتنام، شمالي کوریا، ماداګاسکار، نامیبیا، اتیوپي، برازیل او جنوبي افریقا وزیران به په انلاین ډول په فورم کې ګډونوال وي.
اړوند موضوعات
په روسیه کې د افغانستان د لوی سفارت سربېره، د متحده عربي امارات، برازیل، کیوبا او زیمبابوې سفیران او ډیپلوماتان هم را بلل شوي دي.