د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کابل کې د چین له سفیر سره افغان محصلینو ته د سکالرشیپونو په اړه خبرې اترې کړي.

0
125

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کابل کې د چین له سفیر سره افغان محصلینو ته د سکالرشیپونو په اړه خبرې اترې کړي.

22 مئي دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر سره وکتل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د چین له سفیر سره په لیدنه کې د صنعت، تجارت او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو په برخه کې د چین د مرستو ستاینه وکړه. نوموړي د افغانستان او چین تر منځ د ښو اړیکو اوږدې مخینې ته په اشارې سره په راتلونکې کې هم د چین له جمهوریت سره د ښو اړیکو هیله څرګنده کړه.

 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د چین له سفیر څخه وغوښتل چې په دغه هېواد کې د افغان محصلینو د وېزو او سکالریشپونو په برخه کې ستونزې حل او افغان محصلینو ته لا زیات سکالرشیپونه ورکړي.

 

همدارنګه د چین سفیر وانګ یو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وروستي فعالیتونه وستایل او په تحصیلي ډګر کې یې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه وکړه.

اړوند موضوعات

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کابل کې د پاکستان هېواد له سفیر سره د افغان محصلینو پر ستونزو خبرې اترې کړي.

 

د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې د دواړو اړخونو تر منځ پر ګډو علمي او اکاډمیکو همکاریو او افغان محصلینو ته د لا ډېرو سکالریشپونو پر ورکولو خبرې وشوې.

Leave a reply