د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کابل کې د پاکستان هېواد له سفیر سره د افغان محصلینو پر ستونزو خبرې اترې کړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کابل کې د پاکستان هېواد له سفیر سره د افغان محصلینو پر ستونزو خبرې اترې کړي.
22 مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي.
په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم د پاکستان هېواد سفیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او نیکو اړیکو په پاللو ټینګار وکړ او د اسلام مبارک دین کې د ګاونډي حقوقو ته اشاره وکړه.
سرپرست وزیر همداراز وویل: « افغانان په یوه سنتي او فکري ټولنه کې ژوند کوي او د ا.ا.ا تل په همدې هڅه کې دی، چې هیچا ته هم په افغانانو د فکري او فرهنګي نیوکې ځای پیدا نه کړي او په همدې موخه د اسلامي احکامو د پلي کولو هوډ لري».
ورپسې افغانستان کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر مننه وکړه، چې دوی سره ناستې ته یې هرکلی ووایه، نوموړي افغانستان او پاکستان دوه دوست هېوادونه یاد کړل، چې په وینا یې دواړه هېوادونه سره ګډې پولې، دیني، مذهبي او کلتوري نېږدیوالی لري او دې ټولو ته په کتو تر بل هر چا له افغانستان سره لازمو همکاریو ته ژمن دی.
اړوند موضوعات
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سرپرست سفیر سره کتلي او پر تحصیلي اړیکو یې خبري اترې کړي.
د پاکستان هېواد سفیر سره په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه یاد هېواد کې د افغان محصلینو د ویزو په برخه کې د ستونزو هوارولو ترڅنګ د تدریسي روغتونونو استادانو ته د ټریننګونو او د علمي کادرونو په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.