د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سرپرست سفیر سره کتلي او پر تحصیلي اړیکو یې خبري اترې کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سرپرست سفیر سره کتلي او پر تحصیلي اړیکو یې خبري اترې کړي.
5 اپریل چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم د پاکستان سرپرست سفیر محمد جنید وزیر سره کتلي.
په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان او پاکستان پر تاریخي او فرهنګي اړیکو خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې افغانستان او پاکستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې له دیني او کلتوري پلوه ډېر مشترکات لري.
نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سرپرست سفیر څخه وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزې حل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه لیکونو بیا نوي کېدل او لا ډېرو افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.
همدا راز په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر محمد جنید وزیر په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي او اکاډمیکو اړیکو ډاډ ورکړ.
اړوند موضوعات
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر په میوند روغتون کې د بېپولي ډاکټرانو له رئیس سره او مل پلاوي سره کتلي.
د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو، د محصلینو د وېزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.






