د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر په میوند روغتون کې د بې‌پولي ډاکټرانو له رئیس سره او مل پلاوي سره کتلي.

0
180

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر په میوند روغتون کې د بې‌پولي ډاکټرانو له رئیس سره او مل پلاوي سره کتلي.

30 مارچ پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ ندا محمد په خپل کاري دفتر کې په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) له رئیس او پلاوي سره وکتل.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم صاحب په افغانستان او په ځانګړي ډول په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې خدمتونه وستایل او مننه یې ترې وکړه.

 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې سره د راتلونکي کال هوکړې ته تیاری وښود او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلې غوښتنې او ستونزې ورسره شریکې کړي. نوموړي په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو د خدمتونو پر وړاندې د هر ډول خنډونو د له منځه وړلو ډاډ ورکړ.

 

وروسته په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاګټرانو ټولنې (MSF) رئیس «لویز» او ورسره مل پلاوي په یاد روغتون کې د خپلو خدمتونو په اړه معلومات ورکړل، په راتلونکي کال کې یې هوکړې ته تیاری وښود او په دې برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت د مسؤلینو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه.

اړوند موضوعات

د لوړو زده کړو وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې تر منځ د ساده شوو پروسو تطبیقي هوکړه لاسلیک شوی.

 

د یادولو وړ ده چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنه (MSF) له یوه کال راهیسي په میوند تدریسي روغتون کې خدمتونه تر سره کوي او د خوارځواکۍ او سرخکانو برخې تمویلوي.

Leave a reply