د لوړو زده کړو وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې تر منځ د ساده شوو پروسو تطبیقي هوکړه لاسلیک شوی.
د لوړو زده کړو وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې تر منځ د ساده شوو پروسو تطبیقي هوکړه لاسلیک شوی.
20 مارچ دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارا سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مولوي عبدالحنان تر منځ د ساده شوو پروسو تطبیقي هوکړه لاسلیک شوه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادې هوکړې د لاسلیک پر مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دغه پروسه زموږ چارو ته چټکتیا او روڼتیا وربښي.
نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت پالیسي له اسانۍ کار اخیستل او په ښه توګه خلکو ته خدمتونه وړاندې کول دي او په دې برخه کې یې خپلو اړوندو ریاستونو او پوهنتونونو ته سپارښتنه وکړه چې له ساده شوو پروسو کار واخلي او په خپل وخت د خلکو کارونه ترسره کړي.
د یاد وزرات معین مولوي محمد حامد په لوړو زده کړو وزارت کې د ساده شوو پروسو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغه وزارت په ۱۱ ریاستونو او ځينو پوهنتونونو کې دغه پروسه پلې شوې، چې څو چنده یې په چارو کې چټکتیا او ښه والی رامنځته کړی دی.
اړوند موضوعات
د یادولو وړ ده چې د ساده سازۍ پروسه د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري په امارتي ادارو کې د کارونو د چټکتیا، اسانتیا او روڼتیا په موخه پلي کېږي.