کونړ ولایت لپاره د کورنیو چارو وزارت له لورې نوی والي معرفي او نن یاد ولایت کې پر کار پیل وکړ.

0
235

کونړ ولایت لپاره د کورنیو چارو وزارت له لورې نوی والي معرفي او نن یاد ولایت کې پر کار پیل وکړ.

08 جولاي شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ نوی والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال له خوا د کونړ خلکو او مسوولینو ته وروپېژندل شو.

 

مولوي قدرت الله ابو حمزه، چې د دې وړاندې یې د بلخ او زابل ولایتونو د والي په توګه دنده ترسره کړې، د اسلامي امارت مشرتابه د حکم په اساس د کونړ نوي والي په توګه ټاکل شوی چې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال له خوا د کونړ خلکو او مسوولینو ته وروپېژندل شو.

 

د کونړ والي وویل، د اسلامي امارت تاسیس د فساد سره د مبارزې او اسلامي نظام حاکمیت لپاره وو، د الله ج په مهربانۍ، د مجاهدینو او ولسونو قربانیو په اساس اسلامي نظام حاکم دی او دا د ټولو ګډ مسوولیت دی، چې د ثبات او دوام لپاره یې ګډې هڅې وکړو.

اړوند موضوعات

ملا محمدعلي حنفي چې په ملاشیرین آخند سره شهرت لري، اسلامي امارت مشرتابه له لورې د کندهار ولایت لپاره د نوي والي په توګه معرفي شو.

 

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معین عبدالحق مخدوم وویل، تغیر او تبدیل د کارونو بهبود او پرمختګ لپاره دی، مسوولین مکلف دي، چې په هر حال کې د ولسونو له احوال ځان خبر او د رعیت مسوولت دی، چې د اُمراوو اطاعت وکړي.

Leave a reply