ملا محمدعلي حنفي چې په ملاشیرین آخند سره شهرت لري، اسلامي امارت مشرتابه له لورې د کندهار ولایت لپاره د نوي والي په توګه معرفي شو.

ملا محمدعلي حنفي چې په ملاشیرین آخند سره شهرت لري، اسلامي امارت مشرتابه له لورې د کندهار ولایت لپاره د نوي والي په توګه معرفي شو.
4 مئي پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه له لورې نوی ټاکل شوی والي ملا محمدعلي حنفي چې مشهور په ملاشیرین اخند دی یاد ولایت کې د لایتي ادارو مسؤلینو ته معرفي شو.
د نوي والي معرفت غونډه کې د کورنيو چارو وزير خلیفه سراج الدين حقاني، د ياد وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د کندهار پخواني والي محمد يوسف وفا او د ولایتي ادارې رئیسانو، ولسوالانو او امنيه قومندانانو ګډون درلود.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاده غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د پخواني والي حاجي محمدیوسف وفا د خدمتونو قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې نوموړي په سختو شرائطو کې په ډېرې مېړانې سره مسئولیت ترسره کړ، نوموړي د ولايتي ادارې مسولينو ته وويل چې نوی والي حنفي د ډېري تجربې خاوند دی، ټول یې باید قدر وکړي د کارونو د پرمختګ په برخه کي لکه څنګه چي مو د پخواني والي سره همکاري کوله همدغسي د نوي ټاکل شوي والي سره هم همکاري او همږغي ولري.
اړوند موضوعات
د يادوني وړ ده چې ملا محمد علي حنفي چې په ملا شيرين اخند سره شهرت لري تر دې وړاندي د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستیال و او د اميرالمؤمنين له لوري د کندهار ولايت د والي په توګه وټاکل شو.





