جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۵۲ تنه کابل او کنړ ولایتونو د غلا او نورو جرمونو په تړاو نیولي.

0
92

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۵۲ تنه کابل او کنړ ولایتونو د غلا او نورو جرمونو په تړاو نیولي.

08 جولاي شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند جنایي جرمونو سره مبارزې پولیسو کابل او کنړ ولایتونو کې ۵۲ تنه د موټرونو د غلا او نورو جرمونو په تړاو نیولي.

 

خبر زیاتوي چې د کابل پولیسو ۲۳ کسان د موټرونو د غلا، نغدو پیسو، مبایل وهلو، کور وهلو او ورته نورو جنایي جرمونو په تړاو د کابل ښار په بېلابېلو امنیتي سیمو کې نیولي دي.

 

همدا راز امنیتي ځواکونو ۲۹ کسان د غلا، وژنې، ناقانونه وسلو لرلو او ورته نورو جنایي جرمونو په تړاو په پلازمېنه کابل او کنړ کې نیولي دي.

اړوند موضوعات

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په اووه ولایتونو کې ۴۳ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

 

له ډلې یې؛ کابل ښار کې ۱۷ کسان د غلاوو، ناقانونه وسلو لرلو او نورو جرمونو په تړاو دغه راز، کنړ کې ۱۲ تنه د غلا، وژنې او نشه یي توکو په تړاو نیول شوي دي.

Leave a reply