جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په اووه ولایتونو کې ۴۳ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په اووه ولایتونو کې ۴۳ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
08 جولاي شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په بلخ، ارزگان، تخار، ننگرهار، سمنگان او هرات ولایتونو کې، ۴۳ تنه د غلا، وژنې، تښتونې، قماربارۍ، عامه نظم اخلال او غیر قانوني وسلې لیږد په تړاو نیولي.
له دې ډلې، امنیتي ځواکونو، ۱۴ تنه د بیلابیلو جنایي جرمونو په تړاو په بلخ کې، ۱۱ تنه د غلا ، زورګویي او د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو په ارزګان کې، دوه تنه د نښتونې، دوه غله، ۳ تنه د غیر قانوني وسلې لیږد او ۶ تنه د قمار بازۍ په تړاو په تخار کې، دوه حرفه یي غله په سمنګانو کې، دوه تنه د قتل د اقدام په تړاو په ننګرهار کې او یو غل یې په هرات کې نیولي.
اړوند موضوعات
په همدې حال کې، د ترهګری سره د مبارزې پولیسو، ۷ میله ډول ډول وسلې او نور نظامي تجهیزات په میدان وردګو ولایت کې کشف او ضبط کړي.






