ننګرهار ولایت کې د لبنیاتو د ډیریدو په موخه د پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت فارمونه جوړیږي.

ننګرهار ولایت کې د لبنیاتو د ډیریدو په موخه د پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت فارمونه جوړیږي.
08 جولاي شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لبنیاتو کې ځان د بساینې په موخه د پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ فارمونو جوړیدو چارې پیل شوې.
خبر زیاتوي چې پنځوس میلونه افغانيو په لګښت د ننګرهار کانال ریاست اړوند دویم فارم کې شېديو ورکونکو غواګانو دیو لوی فارم جوړیدو چارې د یو خصوصي شرکت له لوري پیل شوې.
دچینګاښ په ۱۷ مه نیټه دیاد فارم دجوړیدلو چارې دننګرهار مرستیال والي مولوي رباني ناصح په مشرۍ کانال ریاست رئیس او د ولایتي ادارو رئیسانو له لوري د دویم فارم څلورم بلاک د مالدارۍ تاسیساتو کې دپټۍ په پریکولو سره پیل شوې، د پیل پدې مراسمو کې دننګرهار کانال رئیس مولوي غلام الرحمان کظیم وویل اسلامي امارت غواړي چې خپلو خلکو ته په ټولوبرخو کې دکار روزګار زمینه برابره کړي.
په همدې اساس د کانال ریاست دبټي کوټ ولسوالۍ اړوند په دوهم، او څلورم فارم کې دمالدارۍ هغه تاسیسات چې دنن څخه ۵۶ کاله وړاندې جوړشوي او بیا ۳۵ مخکې د داخلي جنګونو له امله ۵۰ سلنه زیانمن شوي اوس بیرته دیو قراداد له مخې رغول کیږي نوموړي وویل پدې فارم کې به دقراداد له مخې ۵۰۰ سره او پنځه نوعه دشیدو ورکولو غواګانې ساتل کیږي چې ورسره به د شیدو پروسس امکانات هم قراردادي جوړوي رئیس وویل په لومړي سر کې به ۱۶ میلونه افغانۍ قراردادي د فارم په رغولو لګوي، کظیم زیاته کړه دغه د فارم تاسیسات ۱۵ جریبه ځمکې کې رغول کیږي او ورسره ۵۰۰ سوه جریبه ځمکه دغواګانو دخوراکي توکو دکر لپاره قراردادي ته په واک کې ورکول کیږي.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت ننګرهار ولایت کې د اوبو رسولو لسګونه پروژې ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارلي.
دیادونې وړده چې دیاد پروګرام دپرانستې مراسمو کې دزراعت رئیس، دټولګټو ریاست رئیس، دکلیو او پراختیا رئیس،سیندیزې حوزې رئیس دښاري حکومتولی رئیس روغتیاریاست دسره رود او خوګیانو ولسوالیو مسول او یو شمیر نورو مسوولینو برخه اخیستې وه.