کلیو پراختیا وزارت ننګرهار ولایت کې د اوبو رسولو لسګونه پروژې ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارلي.

کلیو پراختیا وزارت ننګرهار ولایت کې د اوبو رسولو لسګونه پروژې ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارلي.
18 جون یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت ننګرهار ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان بشري مرستو صندق (AHF) ادارې په مالي ملاتړ او د (CAHPO) مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار او روداتو ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د شپږو شبکو او د (۲۵) حلقې څاګانو د پروژو د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو له جملې څخه (۱۵) څاګانې او د اوبو رسولو (۴) شبکې په روداتو ولسوالۍ کې او (۱۰) څاګانې او د اوبو رسولو (۲) شبکې په جلال اباد ښار کې ترمیم شول.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت کاپیسا او پروان ولایتونو کې نیږدې ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
د نوموړو پروژو د ترمیم په بشپړیدو سره سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.






