د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیش وايي، اجازه نه ورکوي چې طالبان په رسمیت وپېژني

ا.ا. د ښاغلي بایډن د دې څرګندونو هرکلی کړی دی. له الجزیرې سره په یوه مرکه کې د ط.البانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی د امریکايي ولسمشر خبرې «حقیقت درک» بللی دی.
د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر د پنجشنبې په ورځ د سرطان په ۱۵ مه د جوبایډن د وینا ویډیو په خپله فیسبوک پاڼه کې شریکه کړه او لیکلي یې دي: د ولسمشر خبرې یوازې د اوږدې مودې د سپینولو د یوې هڅې په توګه تعبیر کیدای شي.
(2023 / 7 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر وايي، د القاعدې په ځپلو کې له ط.البانو سره د مرستې په اړه د جوبایډن خبرې ښايي د ط.البانو په رسمیت پېژندلو ته د امریکا د هڅولو یوه هڅه وي.
مایکل مک کال وویل چې هغه به د مخنیوي لپاره هرڅه وکړي. تېره اوونۍ جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبري کنفرانس په پای کې وویل: «په یاد مو دي چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي؟ ما وویل چې القاعده باید هلته نه وي. ما وویل چې له طالبانو څخه مرسته واخلم. اوس څه شوي مطبوعات ولولئ. زه سمه وم.”
ا.ا. د ښاغلي بایډن د دې څرګندونو هرکلی کړی دی. له الجزیرې سره په یوه مرکه کې د ط.البانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی د امریکايي ولسمشر خبرې «حقیقت درک» بللی دی.
اړوند موضوعات:
ملګري ملتونه: د ط.البانو حکومت به هغه مهال په رسمیت وپیژندل شي، چې بشري حقونه په رسمیت وپیژني