ملګري ملتونه: د ط.البانو حکومت به هغه مهال په رسمیت وپیژندل شي، چې بشري حقونه په رسمیت وپیژني

ملګري ملتونه: د ط.البانو حکومت به هغه مهال په رسمیت وپیژندل شي، چې بشري حقونه په رسمیت وپیژني
په دغه پریکړه لیک کې د ط.البانو له سرپرست حکومت څخه غوښتل شوي چې بشري حقونو ته په پوره درناوي او د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو معقول ګډون ته درناوی وکړي. رایه ورکوونکو هېوادونو په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او ټولنیزو شرایطو او د ترهګرو ډلو د پراخ حضور په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
(2022 / 11 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په یوه نوي پریکړه لیک کې چې د اکثرو هیوادونو له خوا تصویب شوی، اعلان کړی چې که ط.البان د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی ونه کړي، په رسمیت به ونه پېژندل شي.
دغه پرېکړه ليک د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا تصويب شو، چې ۱۱۶ هېوادونو د دغه پرېکړه ليک په حق کې رايه ورکړه او د پاکستان، چين او روسيې په ګډون ۱۰ نورو هېوادونو دغه پرېکړه ليک غير متوازن وباله.
په دغه پریکړه لیک کې د ط.البانو له سرپرست حکومت څخه غوښتل شوي چې بشري حقونو ته په پوره درناوي او د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو معقول ګډون ته درناوی وکړي.
اړوند موضوعات:
ملګري ملتونو هند حکومت ته د خبریالانو د حقونو په اړه خبردارۍ ورکړې دې
رایه ورکوونکو هېوادونو په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او ټولنیزو شرایطو او د ترهګرو ډلو د پراخ حضور په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.






