ملګري ملتونو هند حکومت ته د خبریالانو د حقونو په اړه خبردارۍ ورکړې دې

0
90

باغی ټي وي رپورټ
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټیرس د مودي له حکومت څخه غوښتنه کړې چې هند د خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو، زده کونکو او پوهانو حقونو او آزادیو ته درناوی وکړي.

باید وویل شي چې هند د کشمیري عکاسې ثنا ارشاد متو د جایزې په مراسمو کې د ګډون لپاره امریکا ته د تګ مخه نیولې وه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د کشمیري عکس اخیستونکي امریکا ته د تګ د مخنیوي په اړه وویل چې د وضعیت ارزونه کیږي، جمهوري ارزښتونه او د مطبوعاتو ازادي د امریکا او هند د اړیکو اساس دی.
دا خبره مهمه ده چې هند هغه ښځینه جایزه ګټونکې فوټوګرافر د امریکا تګ څخه منع کړه کله چې هغه امریکا ته تلله چې ددې نه پس ی د خبریالانو سازمانونو او یو شمیر نور د خیر ښیکړې تنظیمونو د هند حکومت د خبریالانو سره دې ناوړه چلند په کلکه غندنه وکړه.
…………………….

Leave a reply