د هیواد ملي دفاع وزارت تخنیکي ټیم په هلمند ولایت کې دوه تنه ماشومان چې برمې ته غورځیدلي وه، ژغورلي.

0
103

د هیواد ملي دفاع وزارت تخنیکي ټیم په هلمند ولایت کې دوه تنه ماشومان چې برمې ته غورځیدلي وه، ژغورلي.

07 جولائي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه او نن سهار د هلمند ولايت په مارجې او سنګين ولسواليو کې په دوو ورته پېښو کې دوه ماشومان (يو هلک او يوه نجلۍ) په ژورو څاګانو کې لوېدلي وو، د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم له لوري وژغورل شول.

 

د یاد وزارت تخنیکی ټیم د عملیاتو په پایله کې دواړه ماشومان ژوندي له څاه څخه را ایستل شوي، چي له بده مرغه هلک له ژغورلو وروسته مړ شوی او د ژغورل شوې نجلۍ صحت د ډاډ وړ دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملي دفاع وزارت د توپچي قواؤ له قومندان او یو شمیر مجاهدینو سره کتلي.

د ملي دفاع وزارت د دغه ماشوم کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او یو ځل بیا له خپلو ګرانو هېوادوالو غواړي چې د دا ډول پېښو د مخنیوي په خاطر د خپلو ژورو څاګانو سرونه بند کړي.

Leave a reply