اطلاعات او کلتور وزارت وایي د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

0
60

اطلاعات او کلتور وزارت وایي د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

07 جولائي جمعه 2023

 

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي، چې د اختر په ورځو کې د دغه ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې او ګیوي سیاحتي سیمو ته شاوخوا ۸۵ زره سیلانیان د سیاحت او تفریح لپاره ورغلي وو.

 

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار وایي، چې په دغه لوی اختر کې یې د سیلانیانو لپاره د مخابراتو، اوسیدو ځایونو، هوټلونو، اوبو او بریښنا سهولتونه رامنځته کړي وو.

 

د هغه په وینا په راتلونکي کې پلان لري، چې په دغه سیاحتي سیمه کې د ځانګړي هوټل او مسجد ترڅنګ د یادې ولسوالۍ لاره په اساسي ډول جوړه کړي.

اړوند موضوعات

د روان کال له پیل راهیسې له بامیانو ولایته ۱۷۰ زره داخلي او بهرني سیلانیانو لیدنه کړې.

 

بل خوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی مسؤل ملا حبیب الرحمن حامد وایي، چې د تېر لوی اختر له لومړۍ ورځې را وروسته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د پکتیا بېلابېلو تفریحي سیمو ته نژدې ۱۰۰ زره سیلانیان د سیاحت او تفریح لپاره راغلي وو.

Leave a reply