د روان کال له پیل راهیسې له بامیانو ولایته ۱۷۰ زره داخلي او بهرني سیلانیانو لیدنه کړې.

0
178

د روان کال له پیل راهیسې له بامیانو ولایته ۱۷۰ زره داخلي او بهرني سیلانیانو لیدنه کړې.

21 سپتمبر 2022

بامیان د افغانستان په شمال کې واقع ولایت دی چې د هېواد په کچه د طبیعي ښکلاوو له اړخه ځانګړی نوم لري، دې ولایت ته د طالبانو له راتګ وروسته کله چې دا سیمه پوره امن شوې، زرګونه بهرنیو او داخلي سیلانیانو مخه کړې.

 

بامیان کې بودا مجسمې، بندامیر ښکلې او زړه راښکونکې سیمه او نور تفریحي ځایونه قرار لري، چې خلګ یې لیدو او هلته د تفریح لپاره سفرونه کوي.

بامیان کې د بودا مجسمه

د اخترونو سربیره په عام وخت کې هم زیات شمیر سیلانیان دغه ولایت ته د تفریح لپاره ځي، چې د تازه مالوماتو پر اساس تر یو لک زیات سیلانیانو په دغه لنډه موده کې لیدنه کړې.

اړوند موضوعات

بامیان؛ د اختر شپو کې څلوېښت زره سیلانیانو ورڅخه لیدنه کړې ده 

د معلوماتو له مخې په لنډه موده کې د دغه ولایت له سیاحتي ځایونو څخه تر څلور میلیونه افغانیو زیات عاید ترلاسه شوي دي.

Leave a reply