امنیتي پولیسو د نشه یي توکو درې کارخونې کشف او ۱۴ تنه د خرڅ او قاچاق په تړاو نیولي.
امنیتي پولیسو د نشه یي توکو درې کارخونې کشف او ۱۴ تنه د خرڅ او قاچاق په تړاو نیولي.
07 جولائي جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د هیواد په ۷ ولایتونو کې، د نشه یي توکو ۳ کارخونې کشف او ۱۴ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو، استعمال او لیږد په تړاو نیول شوي.
له دې ډلې، د نشه یي توکو یوه کارخونه او ۵ تنه د نشه یي توکو کار و باریان په کابل کې، ۴ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په خوست کې، یو تن په تخار کې، ۳ تنه د نشه یي توکو د استعمال او خرڅلاو په تړاو په سرپل کې او ۱۰ پاکټه تریاک چې په یوه موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي د سمنګانو په ولایت کې کشف او یو تن یې په تړاو نیول شوی.
اړوند موضوعات
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د نشه یي توکو دوه کارخونې د غور ولایت په شهرک ولسوالی کشف او ۱۱۶۰۰۰ کیلو ګرامه یامه وسوځول شوه.