په میدان وردګو ولایت کې د کوکنارو د کښتونو ویجاړول

0
131

په ميدان وردګو ولايت کې د رسنيز دفتر د معلوماتو له مخې، دغه کښتونه د ميدان وردګو په نرخ او جلريز ولسواليو کې وو، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبينو له لوري پاک شوي دي.

په همدې حال کې د ټلګراف انګلیسي ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (د سرطان ۱۱) په یوه راپور کې لیکلي چې ط.البانو د بشر په تاریخ کې د مخدره موادو پر وړاندې تر ټولو بریالۍ مبارزه کړې ده. دې ورځپاڼې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د ۸۰ سلنه کموالي خبره کړې.

(2023 / 7  / 7    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سیمه ییزو چارواکو. په ميدان وردګو ولايت کې خبر ورکړی چې د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مامورينو په نرخ او جلريز ولسواليو کې ٤٦ جريبه ځمکه د ترياکو او چرسو له کښت څخه پاکه کړې ده.

په ميدان وردګو ولايت کې د رسنيز دفتر د معلوماتو له مخې، دغه کښتونه د ميدان وردګو په نرخ او جلريز ولسواليو کې وو، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبينو له لوري پاک شوي دي.

اړوند موضوعات:

پوتزل: افغانستان اوس هم په نړۍ کې د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد دی

Leave a reply