پوتزل: افغانستان اوس هم په نړۍ کې د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد دی

0
82

پوتزل: افغانستان اوس هم په نړۍ کې د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد دی

په کابل کې د ملګرو ملتونو له ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې چې د سرطان په ۱۳مه د یوناما له خوا خپره شوه، پوتزل وویل چې لا هم په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمښت هرکلی کوي.

هغه ویلي دي چې د معیشت په برخه کې باید نړیواله ټولنه له افغانستان سره زیاته مرسته وکړي. ځکه دا مسله د افغانانو، په غرب کې د مرستندویه هېوادونو او د سیمې د هېوادونو په ګټه ده، چې ټول د نشه یي توکو له کر او قاچاق سره مخامخ دي.

 

(2023 / 7 / 5    نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د یوناما د دفتر مشر مارکس پوتزل وویل، افغانستان لا هم په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او په دې وروستیو کې د ط.البانو له خوا د اپینو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز لګېدلی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو له ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې چې د سرطان په ۱۳مه د یوناما له خوا خپره شوه، پوتزل وویل چې لا هم په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمښت هرکلی کوي.

هغه ویلي دي چې د معیشت په برخه کې باید نړیواله ټولنه له افغانستان سره زیاته مرسته وکړي. ځکه دا مسله د افغانانو، په غرب کې د مرستندویه هېوادونو او د سیمې د هېوادونو په ګټه ده، چې ټول د نشه یي توکو له کر او قاچاق سره مخامخ دي.

اړوند موضوعات:

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ځینو ولایتونو کې لسګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړی.

پوتزل زیاته کړه: “موږ هڅه کوو چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ ارتباطي پلونه جوړ کړو، ځکه د دغه هېواد انزوا او په څنګ کې ساتل بله چاره نه ده.” د هغه په ​​وينا، د نجونو د زده کړې او د هغوى د بشري حقونو په برخه کې له دې پرته بله چاره نشته او هغه محدوديتونه چې په ټولنه کې د ښځو د ونډې پر وړاندې خنډ ګرځي، بايد ژر تر ژره لرې شي.

Leave a reply