نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ځینو ولایتونو کې لسګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړی.

0
108

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ځینو ولایتونو کې لسګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړی.

26 جون دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۹ جریبه ځمکه د غور په ولایت کې، له دوه جریبو څخه زیاته په ارزګان ولایت کې او په لسګونه جریبه نوره د کابل او زابل په ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.

 

دغه راز، دوه تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په پروان کې، دوه تنه په خوست کې او یو بل تن له ۲۱ کیلو ګرامو چرسو سره د تخار په ینګي قلعه ولسوالی کې نیول شوی.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو ۳۱ تنه د غلا، وژنو، نشه یي توکو قاچاق او نورو جرمونو په تړاو نیولي.

 

په همدې حال کې، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د ایف په نوم د نشه یي توکو یوه کارخونه په غور ولایت کې کشف او لس ټنه یامه نشه یي توکو د بامیانو په پنجاب ولسوالی کې کشف او وسوځول.

Leave a reply