امنیتي پولیسو ۳۱ تنه د غلا، وژنو، نشه یي توکو قاچاق او نورو جرمونو په تړاو نیولي.

0
105

امنیتي پولیسو ۳۱ تنه د غلا، وژنو، نشه یي توکو قاچاق او نورو جرمونو په تړاو نیولي.

20 جون سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند امنیتي ځواکونو ۳۱ تنه د غلا، وژنې، غیرقانوني اخیستنې، الکولي څښاک، قمار او نورو جرمونو په تړاو په هلمند، جوزجان، ارزگان، سرپل، لغمان، هرات، پکتیکا او تخار ولایتونو کې نیولي.

 

خبر زیاتوي چې له دې ډلې، ۴ تنه د الکولي څښاک او قمار په تړاو په جوزجان کې، دوه تنه د وژنې په تړاو په ارزګان ولایت کې، دوه غله په سرپل کې، دوه تنه د وژنې په تړاو په پکتیکا کې، یو غل سره له دوو تنو چې غیر قانوني اخیستنې او د اسلامي امارت مجاهدینو له نامه یې غلطه ګټه اخیسته په هرات کې، دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په تخار کې او دوه غله د لغمان ولایت له اړونده سیمو څخه نیول شوي.

اړوند موضوعات

نیمروز او بدخشان کې د نشه یي توکو درې کارخونې امنیتي ځواکونو کشف او له منځه وړي او ۲۲ تنه یې نیولي.

 

په همدې توګه، د پولیسو منسوبینو ۱۴ تنه د یوې اونی په لړ کې د غلا په تړاو په هلمند ولایت کې نیولي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې په بلخ ولایت کې کشف او ضبط کړي.

Leave a reply