د کراچۍ په منګوپير سيمه کې د شخړې په مهال يو پلار خپل زوى په سر د اوسپنې په مرمۍ وواژه.

باغي ټي وي رپورټ
د تفصیلاتو له مخې د غوا د غلا په تور د پلار او زوی تر منځ شخړه شوې وه چې وروسته پلار ځوان زوی په سر د اوسپنې په مرمیو وواژه او بیا وتښتید.
د وژل شوي مشر ورور وايي، چې وژل شوي ذوالفقار له هغو کسانو سره ودرېد، چې پلار يې په غلا تورناوه.
د مقتول ورور زیاته کړه، کله چې پلار موبايل مات کړ، نو زوی یې د غلا پړه پر پلار ور واچوله، چې تورن په غوسه شو.





