د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو سره د مبارزې دفتر د راپور په اړه اسلامي امارت تازه اعلامیه نشر کړی.
د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو سره د مبارزې دفتر د راپور په اړه اسلامي امارت تازه اعلامیه نشر کړی.
27 جون سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د نشیي توکو سره د مبارزې دفتر ۲۰۲۳ کال نړیوال راپور چې تازه خپور شوی او په ځینو برخو کې یې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت، تولید او قاچاق ته اشاره شوې؛ خپل دريځ په لاندې توګه وړاندې کوي:
په یاد راپور کې په افغانستان کې په نشيي توکو د کښت، تولید او قاچاق بندیز خورا موثر بلل شوی چي حتی په نړیوال مارکیټ یې اغیز غورځولی، تائیدوي او زیاتوي چې په هیواد کې د تریاکو کښت صفر ته را ټیټ شوی، په داسي حال کي چې په تېرو څو لسیزو کې تېر رژیمونه او نړیوال ملاتړي یې له ټولو امکاناتو سره سره په بندیدو یا کمېدو ونه توانېدل، په حقیقت کي د اسلامي امارت په ژمنتیا، نظم او تسلط دلالت کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې ذکر شوې ادعا چې ګواکې په افغانستان کې د میتافیتامین تولید او له افغانستان څخه یې نړیوال مارکیټ ته قاچاق لوړ شوی دی، ناسمه او له حقیقت څخه لیرې بولي.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې د نشيي توکو د کښت، تولید او قاچاق په وړاندې په جدي مبارزه ټینګار کوي؛ له نړیوالې ټولنې څخه غواړي څو له افغانستان سره د نشيي توکو سره د مبارزې، بدیل معیشت، د معتادینو په تداوۍ او افغانستان ته د مخدراتو د تورید د مخنیوي په برخو کې مالي او تخنیکي مرستي وکړي.
اړوند موضوعات
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ځینو ولایتونو کې لسګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړی.
د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د نشيي توکو سره د مبارزې موضوع د ټولو هیوادونو لپاره یوه مشترکه ننګونه بولي او په اړه یې همغږي اړینه ګڼي، د نړیوالو سازمانونو سره هر ډول همکاریو او رغنده خبرو ته چمتو دی.